د خېبر پښتونخوا حكومت په پېښور كښې د مېټرو بس پروژې پېل كولو پرېكړه وكړه٬ په پروژه به څلوېښت اربه روپې لګښت راځي

د خېبر پښتونخوا حكومت په پېښور كښې د مېټرو بس پروژې پېل كولو پرېكړه وكړه٬ په پروژه به څلوېښت اربه روپې لګښت راځي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي پروېز خټك وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا حكومت په پېښور كښې د مېټرو بس پروژې پېل كولو پرېكړه كړې۔ د راډيو پاكستان له مخې د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي د نهې په ورځ په يوه مركه كښې ووئيل چې د مېټرو بس په پروژه به څلوېښت اربه روپې لګښت راځي۔ ده ووئيل چې د دې پروژې ګټه به ځائي خلقو ته ورسي او هغوي به د سفر نوې اسانيې ولري۔ پروژې سره د مسافرو ستونزې كمې شي۔ ده ووئيل چې د پېښور د ګاډو ټولې اډې د ښار نه د بهر منقتل كولو هدايت مو كړے۔ ده ووئيل چې ډېر زر به په د هائيډل په نورو پروژو كار پېل شي او د دې څخه به په مجموعي توګه 31 سوه مېګاواټه برېښنا پېدا شي۔