د ماشومانو د حقونو قومي كميسون 2017م د وړاندې كولو په اجازه نه وركولو اېم كيو اېم د قومي اسمبلۍ څخه علامتي واك آوټ وكړو

د ماشومانو د حقونو قومي كميسون 2017م د وړاندې كولو په اجازه نه وركولو اېم كيو اېم د قومي اسمبلۍ څخه علامتي واك آوټ وكړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 31جنوری2016ء) د ماشومانو د حقونو قومي كميسون بل 2017م د وړاندې كولو په اجازه نه وركولو اېم كيو اېم د قومي اسمبلۍ څخه علامتي واك آوټ وكړو۔ د نهې په ورځ په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې كشور زهرا تحريك وړاندې كړو چې د ماشومانو د حقونو د قومي كميسون بل 2017م وړاندې كولو اجازه دې وركړې شي۔ هغې ووئيل چې ماشومانو ته مناسب ماحول وركول د رياست او ټولنې ذمه واري ده٬ د لاوارث ماشومانو بايد رجسټرېشن وشي۔

دوهم وزير كامران مائيكل ووئيل چې داسې بل مخكښې هم وړاندې كړے شوے او كمېټې راپور په ايوان كښې وړاندے كړے دے۔ سبا به دا بل په ايوان كښې وړاندې كړې شي۔ بل د څلورو صوبو څخه د رائې ترلاسه كولو نه پس په جامع انداز كښې جوړ كړے شوے۔ د دې بل ښه تجاويز به هم مونږ په خپل بل كښې شامل كړو۔ كشور زهرا ووئيل چې د هغې بل دې رد نه كړے شي۔ زه په دې واك آؤټ كوم او دې سره د ايم كيو اېم غړو واك آؤټ وكړو۔ د بل وړاندې كولو تحريك ايوان رد كړو۔