نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔ وفاقي وزير كامران مائيكل

نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔ وفاقي وزير كامران مائيكل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) د بشري حقونو وفاقي وزير كامران مائيكل وئيلي دي چې نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلمونه په نړيواله كچه په ډاګه كولو لپاره غږ پورته كړے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې د وېنا پشمول يو شمېر نړيوالو مشرانو سره په ملاقاتونو كښې د كشمير مسئله په ډاګه كړې او وئيلي ئې دي چې پاكستان به د كشميريانو سياسي٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ (م ع/ګ ل/2002)