آيا 18 كروړه اولس د پارلمان غړي دې لپاره ټاكلو سره رالېږلي دي چې هغوي يو بل ته كنځلې وكړي او په ايوان كښې شور وكړي۔ صاحبزاده طارق الله

آيا 18 كروړه اولس د پارلمان غړي دې لپاره ټاكلو سره رالېږلي دي چې هغوي يو بل ته كنځلې وكړي او په ايوان كښې شور وكړي۔ صاحبزاده طارق الله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 27جنوری2016ء) په قومي اسمبلۍ كښې د جماعت اسلامي پارلماني لارښود صاحبزاده طارق الله وئيلي دي چې تېره ورځ په پارلمان كښې رامېڼځ ته شوې پېښه افسوس ناكه وه او دا غېر پارلماني رويه وه۔ د جمعې په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې آيا 18 كروړه اولس د پارلمان غړي دې لپاره ټاكلو سره رالېږلي دي چې هغوي يو بل ته كنځلې وكړي او په ايوان كښې شور وكړي۔ ده ووئيل چې يو بل ته كنځلې كول كوم انسانيت دے۔ ده د پرونې پېښې سخته غنده وكړه۔ ﴿م ع/ ګ ل 1922﴾