داخله وزير د ترسيلات زر لپاره د نادرا او ماسټر كارډ د لوظ نامې خبر اخستې٬لوظ نامه په سمدستي توګه د معطل كولو امرياده شوې لوظ نامه د حكومت اجازې او د سټېك هولډرز مشاورت نه غېر شوې ٬ د حساس نوعيت امنيتي چارې هم تر نظره نه دې ساتلې شوي۔نادرا څخه ځواب غوښتلې شوې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) داخله وزير چوهدري نثار علي خان د ترسيلات زر لپاره د نادرا او ماسټر كارډ د لوظ نامې نوټس اخستې دې ۔د داخله وزارت وياند له مخې چوهدري نثار علي خان لوظ نامه په سمدستي توګه د معطل كولو امر كړی٬ ياده شوي لوظ نامه د حكومت ليكلې اجازې نه غېر شوې٬نه د سټېك هولډرز سره مشاورت شوې او نه د حساس نوعيت امنيتي چارې تر نظره ساتلې شوي۔

داخله وزارت د نادرا څخه ځواب غوښتې چې كومې غېر ملكي كمپنۍ ته تر نادرا ډېټا بېس تر كوم حد او د كوم قوانين ترمخه رسنه وركړی كېږي۔ده ووئيل د مالي ترسيلات په لړ كښې د ټېكنالوجي كارول يو ښه كار دے خو د نېشنل ډيټا بېس پھ سېكورټي نه څه سودا كېدې شي او نه كومې ادارې ته د خپل مېنډېټ څخه د تجاوز اجازه وركړې كېدې شي۔ )ص ف/ض ض/وس/2149)