د پاك هوائي ځواك مشر چيف مارشل سهيل امان سره د تركيې دوهم چيف آف جنرل سټاف عميت دندار وليدل

د پاك هوائي ځواك مشر چيف مارشل سهيل امان سره د تركيې دوهم چيف آف جنرل سټاف عميت دندار وليدل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د پاكستان هوائي ځواك مشر چيف مارشل سهيل امان سره د تركيې دوهم چيف آف جنرل سټاف عميت دندار د زيارت په ورځ ايئر هېډكوارټرز كښې ليدلې دي ۔ د هوائي ځواك وياند له مخې ايئر هېډكوارټر اسلام آباد ته په رسېدو د هوائي ځواك مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان د خاص مېلمه هركلے وكړو۔د پاك هوائي ځواك چټك ډلې هغه ته سلامي وركړه۔د هوائي ځواك مشر د پرنسپل سټاف آفيسرز سره خاص مېلمه معرفي كړو۔جنرال عميت داندار د پاكستان هوائي ځواك مشر سره د ده پھ دفتر كښې وليدل او په پیشه وره چارو ئې خبرې وكړی۔پھ دې خبرو كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔)ص ف/ض ض/وس/1720)