اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) سېنېټ ته وئېلي شوي دي پاكستان كښې نزدې يو ملين افغانان دستاوېزي اندراج نه لري٬اوس پريكړه شوې چې افغانان به پخپله د خپلو وګړيو ډاكومنټېشن كوي او هغوي ته به كاغذونه جاري كولې شي٬د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو پلان د سېفران وزارت جوړ كړی۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د سناتور احمد حسن د پوښټنې په ځواب د سېفران وفاقي وزير لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقادر بلوچ ووئيل دا مهال پاكستان كښې 1.5 ملينه رجسټرډ او 1 ملين داسې افغانانشته د كومو چې پھ دستاويزات كښې اندراج نشته٬ اوس پريكړه شوې چې افغانان به پخپله د خپلو وګړيو ډاكومنټېشن كوي او هغوي ته به كاغذونه جاري كولې شي٬د رجسټرډ افغان كډوالو هېواد ته د ستنېدو پلان د سېفران وزارت جوړ كړی۔
ده ووئيل وزيراعظم د رجسټرډ افغان كډوالو د پي او آر كارډ موده تر 31 دسمبر 2016 پراخه كړی ده او د دې نه پس به هېڅ ډول پراختيا نه شي وركولې۔ ده ووئېل د سېفران سېكتر پھ مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه شوې٬دا كمېټي به د وزيراعظم د سپارښتنې په رڼا كښې د رجسټرډ كډوالو هېواد ته د ستنېدو پلان جوړوي۔۔(ص ف/ض ض/وس/1859)