اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې مېرمنې دې صنفي امتياز څخه لرې تجارتي هلو ځلو كښې برخه واخلي او د مسابقت په چاپېرچل كښې دې كار وكړي دغسې چې د دوي اعتماد زيات شي۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې د شهلا جاوېد اكرم پھ مشرۍ كښې د ويمن چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري لاهور پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔
اولس مشر ووئيل مېرمنو ته د كاروبار زياتو نه زياتې مالي آسانۍ وركولو له دې د فېډرېشن آف پاكستان چيمبرز آف كامرس خذمات ترلاسه كړې شي دغسې چې مېرمنو ته د كاروبار موقع وركړې شي۔اولس مشر د مېرمنو د كاروبار ترقۍ له په پرمختيائي بجټ كښې د برخې بېلولو باور وركړو۔په دې مهال اولس مشر پلاوي ته ووئيل چې د ورلډ هېلت آرګنائزېشن منظور شوې لېبارټري به ډېر زر خپل كار پېل كړي چې ورسره به ډېرو څانګو كښې مرسته ترلاسه شي۔اولس مشر د تجارت وزارت چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي د مېرمنو د خوښې كاروبار ته وده وركولو له خاص ګامونه پورته كړي او د ويمن چيمبر لپاره ريسرچ وينګ جوړولو كښې هم مرسته وكړي۔(وا/وس/2133)