الېكشن كميسون د نامزدګۍ په كاغذونو كښې د خپلې كور ودانې پھ اثاثو نه څرګندولو كېپټن(ر)محمد صفدر نه ځواب وغوښتلو

الېكشن كميسون د نامزدګۍ په كاغذونو كښې د خپلې كور ودانې پھ اثاثو نه څرګندولو كېپټن(ر)محمد صفدر نه ځواب وغوښتلو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) الېكشن كميسون د نامزدګۍ په كاغذونو كښې د خپلې كور ودانې پھ اثاثو نه څرګندولو كېپټن(ر)محمد صفدر نه تر 9 اګست لېكلي ځواب غوښتې دې ۔د الېكشن كميسون پنځه كسيزه بېنچ د چيف الېكشن كمشنر جسټس (ر)سردار محمد رضا خان پھ مشرۍ كښې د پاكستان تحريك انصاف لارښود نوابزاده صلاح الدين لخوا د كېپټن(ر)محمد صفدر نااهلۍ په اړه دائر شوي خواست سماعت وكړو۔

د سماعت پھ مهال د تحريك انصاف وكيل ووئيل كېپټن(ر)محمد صفدر د نامزدګۍ پھ خپلو كاغذونو كښې د خپلې كور ودانې د هېواد څخه بهر جائيداد نه دې څرګند كړی ۔د كېپټن(ر)محمد صفدر وكيل سناتور نهال هاشمي ووئيل دا پيټېشن د اورېدو وړ نه دے ځكه چې پھ دې كښې وركړی شوي ټول تورونه بې بنسټه دي۔ده بېنچ ته خواست وكړو چې د ثبوت په نه وړاندې كولو دا كېس خارج كړي۔۔(ص ف/ض ض/وس/1725)