اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) داخله چارو لپاره دوهم وزير انجینئر بلیغ الرحمان وئيلي دي ټول هېواد كښې د غېر رسمي بنيادي تعليم 12 زره 304 كمېونټي سكولونه كار كوي٬ د دې سكولونو خرڅ كم دے٬ كمېونټي خپل استاذان او ځانله ځائ هم خوښوي٬ يو سكول هم بند نه دې ټول فعاله دي ۔د جمعې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور عتیق شېخ د ضمني پوښتنې په ځواب انجینئر بلیغ الرحمان ووئيل د غېر رسمي سكولونو د لارې لرې پرتو سيمو كښې د تعليم آسانۍ وركولې شي ۔
د اتلسم بدلون نه پس دا د صوبو ذمه واري وه خو صوبو دې پلو پام لرنه نه كوي ٬ ده ووئېل ټول هېواد كښې 12 زره 304 كمېونټي سكولونه كار كوي چې پكښې اسلام آباد كښې 248 ‘ فاټا كښې 1061‘ بلوچستان كښې 607‘ ګلګت بلتستان كښې 1425‘ آزاد کشمیر 203‘ پنجاب 5 زره 687‘ سندھ كښې 1674 او خېبر پښتونخوا كښې 1399 سكولونه كار كوي۔)م ع/ض ض/ګ ل/1728)