ټي ډي اے پي په عراق كښې په نړيوال تجارتي نندارتون كښې ګډون كولو لپاره د فرورې تر 3مه نېټه خواستونه طلب كړل

ټي ډي اے پي په عراق كښې په نړيوال تجارتي نندارتون كښې ګډون كولو لپاره د فرورې تر 3مه نېټه خواستونه طلب كړل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د پاكستان ټرېډ ډوېلپمنټ اتھارټۍ ﴿ ټي ډي اے پي﴾ په عراق كښې په نړيوال تجارتي نندارتون كښې ګډون كولو لپاره د فرورې تر 3مه نېټه خواستونه طلب كړي دي۔ د اتھارټۍ لخوا جاري شويو تفصيلاتو له مخې دا نړيوال نندارتون په سږ كال په 2017م كښې د اپرېل په مياشت كښې كېږي چې پكښې به د جامې٬ د لوبو سامان٬ طبي الات او نور ډېر مصنوعات وړاندې كولې شي۔ په دې لړ كښې نور تفصيلات د اتھارټۍ د وېب پاڼې نه ترلاسه كېدے شي۔ ﴿م ع/ ګ ل 1230﴾