پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د سرمايه كارې مهم ځائ دے۔ ډاكټر مرتضٰي مغل

پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د سرمايه كارې مهم ځائ دے۔ ډاكټر مرتضٰي مغل

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 20نوری2016ء) د پاكستان اكنامك واچ صدر ډاكټر مرتضٰي مغل وئيلي دي چې پاكستان غېر ملكي سرمايه كارو لپاره د سرمايه كارې مهم ځائ دے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې پاكستان په جعرافيائي اعتبار د منطقې ډېر مهم هېواد دے او د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې له امله په لويه شمېره غېر ملكيان دلته سرمايه كاري كوي خو ځينې عناصر د پرمختګ په لار كښې خند جوړوي٬ غېر آئني دهرنې كوي او د احتجاج لړې ئې روانه ساتلې۔ ده ووئيل چې بايد د پرمختګ په دې سفر كښې ټول سياسي ګوندونه د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت ملګرتيا وكړي۔ ﴿م ع/ ګ ل 1230﴾