د هند لخوا د كشمير اټوټ انګ ادعا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده٬پاكستان به په قانوني او سفارتي فورم د هند د دغې اقدام تل مزاحمت كوي۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا مركه

د هند لخوا د كشمير اټوټ انګ ادعا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده٬پاكستان به په قانوني او سفارتي فورم د هند د دغې اقدام تل مزاحمت كوي۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا مركه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا وئېلي دي د هند د اړخه د كشمير اټوټ انګ ادعا د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ده٬پاكستان به په قانوني او سفارتي فورم د هند د دغې اقدام تل مزاحمت كوي۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا پھ خپله مركه كښې ووئيل پاكستان په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزيو تشويش لري۔

ده پھ دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې نړيواله ورورولي پھ دې لړ كښې بېخي غلې ده۔وياند ووئيل مقبوضه كشمير كښې د احتجاج لړۍ نوې نه بلكې دا د آزادۍ هلې ځلې دي كومې چې د 1989 څخه راهسې راروانې دي او په كومو كښې چې تراوسه 1 لك كشميريان شهيدان شوي۔وياند د كشميري مزاحمتي تحريك په شا د بهرنو طاقتونو ككړېدو په اړھ د هند ادعا رد كولو سره دا د كشميريانو ځوانانو د هندي ظلمونو په ضد كورني هلې ځلې وګرځولي۔

وياند ووئيل د حكومتي پالېسۍ ترمخه پاكستان تل د خپل سفارت كارو د لارې په قانوني او سفارتي فورم احتجاج كړې۔ده د نړيوالې ورورولۍ او مېډيا څخه غوښتنه وكړه چې د كشمير مرستې او د هند ظلم رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړي۔د پاك هند سكېترانو په كچه د غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پھ مقبوضه كشمير كښې د اوسني وضعې په سوب دغه ځنډېدلې۔وياند ووئيل د پاك هند پولې امنيتي ځواكونو ترمينځه د معمول خبرې ځپلې شوي نه دي خو كوټلي مذاكراتي عمل تر هغه وخته بشپړېدې نه شي تر څو چې د كشمير په مسئله بحث ونه كړي شې۔)ص ف/ض ض/ګ ل/وس/2204)