د پېښور هوائي مېدان د مرمت كار به سږ كال تر سره شي۔ د شېخ آفتاب احمد سېنېټ ته ځواب

د پېښور هوائي مېدان د مرمت كار به سږ كال تر سره شي۔ د شېخ آفتاب احمد سېنېټ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوې دي چې د پېښور هوائي مېدان د مرمت كار به سږ كال تر سره شي چې له مخې به ئې مسافرو ته زياتې آسانۍ ترلاسه شي ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد ووئيل دې لپاره 3 اربه روپۍ بېلې كړې شوې دي٬ د ټرمينل د ودانۍ د پراختيا او بحالۍ كار هم پېل شوې٬ چې له مخې به ئې مسافرو ته زياتې آسانۍ ترلاسه شي۔(م ع/ګ ل/1531)