هند د كشمير كشالې او په ضرب عضب عملياتو كښې د پاكستان كاميابو څخه د نړۍ پام اخوا كول غواړي۔ د خواجه محمد آصف په سېڼېټ كښې خبرې

هند د كشمير كشالې او په ضرب عضب عملياتو كښې د پاكستان كاميابو څخه د نړۍ پام اخوا كول غواړي۔ د خواجه محمد آصف په سېڼېټ كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نوری2016ء) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دې هند د كشمير كشالې او په ضرب عضب عملياتو كښې د پاكستان كاميابو څخه د نړۍ پام اخوا كول غواړي او د خپلو سياسي حاجتونو له مخې اړي ګړې راجوړوي او دې لپاره په كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري د ډزو او د سرجيكل سټرائيك ډرامې كوي٬ د سرجيكل سټرائيك كه خامخا ھڅه كوي نو داسې ځواب به وركړو چې د جعلي سرجيكل سټرائيك خبرې به ترې هېرې شي۔

د ګل په ورځ سېنېټ كښې خواجه آصف د سناتورې سحر كامران لخوا د كنټرول لائن او وركنګ باٶنډري د هند لخوا د خلاف ورزيو څخه په پېدا شوي وضعه په تحريك بحث راغونډولو كښې ووئيل غړي چې كوم خيالات لري حكومت هم دغه خيالات لري۔ده ووئيل هند تر 30 نومبر 2016 325 ځله د جنګ بندۍ او د لوظنامې خلاف ورزۍ كړې چې پكښې 290 په كنټرول لائن شوي او نورې په وركنګ باٶنډري٬ ده ووئېل د هند په ډزو 45 سوېلين شهيدان شوي او 138 ټپيان شوي دي۔

ده ووئيل هند كشمير كښې د روان تحريك څخه د نړۍ پام اخوا كولو له دا هڅې كوي او غواړي چې د دې تحريك پاكستان سره تعلق رامخې ته كړي٬وفاقې وزير ززئېل كشمير كښې تحريك د كشميريانو خپل تحريك دے مونږ ئې سفارتي٬ اخلاقي او سياسي مرسته كوٶ۔ ده ووئيل د كشميري ځوانانو تحريك به خپل منزل ته رسي۔)وا/ض ض/ګ ل/2135)