د اقتصادي لارې او د توان پروژو ترسره كېدو سره به د كاروبار نوې لارې پرانستلې شي٬پھ دې لړ كښې د حكومت پالېسۍ پھ سم لروي روانې دي۔د اولس مشر ممنون حسېن د اسلام آباد چېمبر پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

د اقتصادي لارې او د توان پروژو ترسره كېدو سره به د كاروبار نوې لارې پرانستلې شي٬پھ دې لړ كښې د حكومت پالېسۍ پھ سم لروي روانې دي۔د اولس مشر ممنون حسېن د اسلام آباد چېمبر پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د اقتصادي لارې او د توان د پروژو ترسره كېدو سره به د كاروبار نوې لارې پرانستلې شي٬پھ دې لړ كښې د حكومت پالېسۍ پھ سم لوري روانې دي۔ده دا خبرې د شورو پھ ورځ د عاطف اكرم شېخ په مشرۍ كښې د اسلام آباد چېمبر يو پلاوي سره ايوان صدر كښې د خبرو په مهال وكړې۔اولس مشر د حكومت پھ پالېسيو د باور څرګندونه وكړه او وې وئېل هېواد په سم لوري پرمختګ كوي۔

ده ووئيل د غوره اقتصادي پالېسيو په نتيجه كښې نړيوالو مالياتي ادارو د پاكستان رامخې ته كېدونكې ماركيټ پھ درجه بندۍ كښې شامل كړې۔اولس مشر ووئيل اوسنې حكومت كاروباري خلقو او تجارانو ته ښه كاروباري ماحول وركولو لپاره ټولې وسيلې كاروي۔اولس مشر د چېمبر پلاوي ته مشوره وركړه چې هغوي پھ هېواد كښې غوره كاركردګي ښوونكو تجارانو ته ايوارډونه وركړي دغسې چې د زياتې مقابلې رجحان پیدا شي۔

اولس مشر ووئيل د كاروباري ټولنې د مسئلو حل لپاره حكومت كوټلي ګامونه پورته كوي بايد كاروباري او تجارتي ټولنه خپل مجوزه ټېكس وركړي دغسې چې د ترلاسه كېدونكې آمدن نه عام وګړيو ته زياتې آسانې وركړی شي۔د اسلام آباد چېمبر صدر اولس مشر ممنو حسېن د خپلو ستونزو نه خبر كړو۔ده د حكومتي اقتصادي پالېسيو ستائنه كولو سره پلوي ووئيل هغوي په هېواد كښې اقتصادي حالت ښه كولو لپاره حكومت سره په تماس كښې دي۔(م ع/ض ض/وس/1840)