د هېواد معیشت ښه كولو سره اولس له آسانۍ وركړې كېدې شي ٬ وضعه ورځ په ورځ ښه كېږي۔ سېنېټ كښې د غړو څرګندونې

د هېواد معیشت ښه كولو سره اولس له آسانۍ وركړې كېدې شي ٬ وضعه ورځ په ورځ ښه كېږي۔ سېنېټ كښې د غړو څرګندونې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د سېنېټ غړو وئيلي دې د هېواد معیشت ښه كېدو سره اولس له آسانۍ وركړې كېدې شي ٬ صورتحال ورځ په ورځ ښه كېږي۔ د زيارت په ورځ سېنېټ كښې د قامي اقتصادي كونسل د كال 14-2013 په كلن راپور بحث كښې سناتور اعظم سواتي ووئيل ټېكس ټو جي ډي پي شرح د منطقې نورو هېوادونو په مقابل كښې كمه ده۔ ده ووئيل د جي ډي پي په تناسب به د ټېكس وصولي زياتول وي۔ سناتورې عائشه رضا فاروق ووئيل د يو كال په شمېرو د تنقيد په ځائ د څلور پنځه كالو شمېرو ته كه وكتلې شي نو بدلون به ښكار شي ٬ وضعه ښه كېږي۔ سناتور اعتزاز احسن ووئيل په افراط زر كښې كمې د تېلو بېغې له امله شوې۔ سناتور عثمان کاکړ ووئيل د بجټ په زيان قابو موندلو له اقداماتو ته اړتيا ده۔(وا/ض ض/ګ ل/2118)