د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د بېلو وزارتونو او ډويژنونو پرمختيائي منصوبو له 2کھرب 92ارب 30کروړ روپۍ جاري كړې

د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د بېلو وزارتونو او ډويژنونو پرمختيائي منصوبو  له 2کھرب 92ارب 30کروړ روپۍ جاري كړې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت د بېلو وزارتونو او ډويژنونو پرمختيائي منصوبو له تر دې دمه په مجموعي توګه 2کھرب 92ارب 30کروړ روپۍ جاري كړې دي۔ حکومت د روان مالي كال سركاري پرمختيائي منصوبو لپاره د 8 كھربه روپو فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ کمېسيون جاري كړې شمېرو ترمخه حکومت ایرا له 3 ارب 15کروړه، پرائم منسټر یوتھ او هنرمند پروګرام له 7ارب 94کروړه ، په عارضي توګه بې كوره شويو له 42ارب 56کروړه ، نېشنل هائی وے اتھارټی له 80ارب، واپډا پاور سېکټر له 47ارب ، سېفران فاټا له 8ارب 83کروړ ، ګلګت بلتستان له 4ارب 74کروړ، د اوبو او برېښنا ډویژن له 6ارب 73کروړ ٬ سپارکو له 80کروړ، ریلوېز ډویژن له 13ارب 99کروړ، پورټس اېنډ شپنګ ډویژن له 83کروړ، د منصوبه بندۍ او پرمختګ ډويژن له 2ارب 31کروړ، د پټرولیم او قدرتی وسيلو ډویژن له 83کروړ، پاکستان اټامک انرجی کېمشن له 12ارب 66کروړ، هېواد كښې د روغتيا څانګې ښه والي له 58کروړ، داخلہ ډویژن له 4ارب 58کروړ، د لوړو زده كړو کمېشن له 8ارب 54کروړ، کېډ ډویژن له ایک ارب 86کروړ او کابینه ډویژن له د 20اربه روپو په شمول بېلو پرمختيائي پروژو له فنډز جاري كړې دي۔

(وا/ض ض/وس/1936)