پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے٬ټولو تيارو له به ماتې وركوو٬ځينې سياستمدار هر وخت دروغ وائي٬

د هغوي د دروغو اورېدو نه اولس هم تنګ شوے٬د دروغو سياست هېواد لپاره خطري دے٬كه پرمختګ له ملګرتيا نشي كولې نو مونږ دې هم نه منع كوي او اولس دې د پرمختګ او څوكالۍ په لاره تللو ته پرې ښودلي شي ٬غريبانانو لپاره د روغتيا وړيا آسانيو پروګرام د يو لويې مقصد ترمخه پیل شوې او دا به ټول هېواد كښې پیل كولې شي٬د وګړو په خذمت كولو چې څومره خوشحالي ترلاسه كېږي په بل كار نه۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د قامي روغتيا پروګرام پېل كولو دستورې ته وېناد كالاشا كاكو سره سره د بدو ملهي د موټروے سره د تړلو اعلان

پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے٬ټولو تيارو له به ماتې وركوو٬ځينې سياستمدار هر وخت دروغ وائي٬
د هغوي د دروغو اورېدو نه اولس هم تنګ شوے٬د دروغو سياست هېواد لپاره خطري دے٬كه پرمختګ له ملګرتيا نشي كولې نو مونږ دې هم نه منع كوي او اولس دې د پرمختګ او څوكالۍ په لاره تللو ته پرې ښودلي شي ٬غريبانانو لپاره د روغتيا وړيا آسانيو پروګرام د يو لويې مقصد ترمخه پیل شوې او دا به ټول هېواد كښې پیل كولې شي٬د وګړو په خذمت كولو چې څومره خوشحالي ترلاسه كېږي په بل كار نه۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د قامي روغتيا پروګرام پېل كولو دستورې ته وېناد كالاشا كاكو سره سره د بدو ملهي د موټروے سره د تړلو اعلان

ناروال (پاکستان نیوز پوائنٹ 12جنوری2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دے٬ټولو تيارو له به په رڼا ګانو ماتې وركوو٬ځينې سياستمدار هر وخت دروغ وائي٬د هغوي د دروغو اورېدو نه اولس هم تنګ شوے٬د دروغو سياست هېواد لپاره خطري دے٬كه پرمختګ له ملګرتيا نه شي كولې نو د پرمختګ څخه دې هم مونږ نه منع كوي او اولس دې د پرمختګ او څوكالۍ په لاره تللو ته پرې ښودلې شي٬غريبانانو له د روغتيا وړيا آسانيو لپاره قامي صحت پروګرام د يو لويې مقصد ترمخه پیل شوې او دا به په ټول هېواد كښې پیل كولې شي٬د وګړو خذمت څخه چې څومره خوشحالي ترلاسه كېږي په بل كار نه۔

وزيراعظم د كالاشا كاكو سره بدوملهي موټروے تړلو او بدوملهي څخه تر ناروال سيمه موټروے سره د تړلو اعلان وكړو۔د زيارت په ورځ د قامي روغتيا پروګرام پېل كولو دستورې ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل زه د يو نيك مقصد لپاره ناروال ته په راتلو خوشحاله يم٬په سختو رنځونو اخته رنځورانو له د صحت وړيا آسانيو لباره قامي روغتيا پروګرام د يو لويې مقصد ترمخه پیل شوے او ناروال كښې به 1 لك 60 زره كورنيو ته هېلت كارډ وركړی شي۔

ده ووئيل د معاشي ناچاقو مخ نيوې زمونږ مقصد دے۔وزيراعظم ووئيل لويې څښتن زما نه د مخلوق د خذمت كار اخلي او زه په دې ډېر خوشحاله يم۔ده ووئيل ځينې وګړي داسې شته څوك چې درملنه او داروګان نشي اخستې او روغتون ته د تللو لپاره خرڅونه نشي زغملې ٬ ده ووئېل زه غواړم چې حكومت د دغه وګړو مرستې له وسائل وركړي۔ده ووئيل د دغې جذبې ترمخه دا پروګرام پیل شوې او د دې د كار دائره به تر ټولو هېواد رسولې شي۔

وزيراعظم ووئېل د درملنې په خاطر غريب وګړي خپل جائيدادونه خرڅوي خو بيا هم هغوي درملنه نشي تر سره كولې او بيا په قرض اخستو مجبورېږي او د هغوي بچي د سكول څخه پاتې شي۔ده ووئيل د پاكستان وګړي د يوې كورنۍ غوندې دي بايد ټولو له يو برابر حق وركړے شي۔وزيراعظم ووئيل په دې نيك كار كښې د روغتيا دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ٬مريم نواز٬د پنجاب حكومت او نور كسان شامل دي۔

دا هغه كار دے كوم چې لوے څښتن خوښه وې۔ده ووئيل كه كوم كس پھ يو داسې ناروغتيا اخته وي نو د روغتيا كارډ سره د هغه پھ شخصي روغتون كښې درملنه كېدې شي۔ده ووئيل مريم نواز وئېلي د كلي يو غريب سړے څوك چې د زړه په ناروغتيا اخته ؤ او هغه د خپلې درملنې لپاره بائي پاس نشو كولی خو د هغه د سحت كارډ تر مخه كامياب عمليات وشو او هغه اوس روغ رمټ دے۔يو بل غريب څوك چې په كينسر اخته ؤه هغه ته د وزيراعظم صحت كارډ ترلاسه شو او د اسلام آباد پھ شفاﺀ انټرنېشنل روغتون كښې د هغه درملنه روانه ده او په تندۍ سره مخ پھ ښه كېدو دے دغسې د ګڼو داسې رنځورانو وړيا درملنه كېږي۔

وزيراعظم ووئيل پاكستان زمونږ كور دے او مونږ ټول قام د كورنۍ غړي يو٬مونږ به د يو بل په غم دړد كښې شريكېږو۔۔وزيراعظم ووئيل د روغتيا وزيرې ته وئېلي شوي چې داسې روغتونونو ته لاړه شي چرته چې د سكيم ترمخه د غريبانانو درملنه كېږي او د رنځورانو كورونو ته د تږ نه پس د هغوي تپوس پوښتنه وشي۔ده ووئيل حكومت د داسې رنځورانو درملنې له يو نيم لك روپۍ وركوي او په زيات خرڅ به د بېت المال د لارې د هغوي مرسته كولې شي۔

وزيراعظم ووئيل سياست به پھ سياسي جلسو كښې كوو٬نن دلته د غريب اولس خذمت له راغلې يم ۔دستورې ته د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬د نېشنل هېلت سروسز دوهمې وزيرې سائره افضل تارړ٬د خزانې صوبائي وزيرې عائشه غوث پاشا هم خطاب وكړو۔د دې نه وروستو وزيراعظم مستحقينو له قامي صحت كارډ هم وركړو۔(ص ف/ض ض/وس/1937)