وزیرا عظم محمد نواز شریف د هند جاتي امراﺀ كلي كښې د پلار نيكه كور په خيال ساتلو د سېكانو كورنۍ مننه وكړه

وزیرا عظم محمد نواز شریف د هند جاتي امراﺀ كلي كښې د پلار نيكه كور په خيال ساتلو د سېكانو كورنۍ مننه وكړه

کټاس راج (پاکستان نیوز پوائنٹ 11جنوری2016ء) وزیرا عظم محمد نواز شریف د هند جاتي امراﺀ كلي كښې د پلار نيكه كور په خيال ساتلو د سكھ كورنۍ مننه كړې ده ۔ د شورؤ په ورځ كټاس راج هندو مندر كښې يوه دستوره كښې ګډون كوؤنكو ته خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل هند كښې چې څنګه سكه كورنۍ زما د پلار نيكه د كور خيال ساتلو هڅې كړي زه د زړه د كومي نه د هغوي مننه كوم۔

وزیراعظم ووئيل امرتسر ته نزدې يو وركوټي كلي جاتی امراء زما د والد صاحب محمد شريف د پېداوښت ځائې ؤه۔ هغه كور اوس سكه ورورولۍ په عبادت خانه "ګوردوارا" بدل كړے۔ ده ووئيل د دغې كور چوکھټ د 1990ء په لسيزه كښې د سكھ كورنۍ لخوا شريف فېملي ته وركړې شوې ؤه او پاكستان كښې د رائېونډ استوګنې ته د جاتی امراء نامه وركړې شوه۔ وزیر اعظم ووئيل زما ورور څو كاله وړاندې د هند جاتي امراﺀ كلي ته د خپل نيكه قبر زيارت له هم تللې ؤ۔ )وا/ض ض/وس/2151)