حكومت د هېواد برآمدات او سرمايه كاري زياتولو له ټول اقدامات كوي٬د خزانې وزير اسحاق ډار غونډې ته وېنا

حكومت د هېواد برآمدات او سرمايه كاري زياتولو له ټول اقدامات كوي٬د خزانې وزير اسحاق ډار غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 10جنوری2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې حكومت د هېواد برآمدات او سرمايه كاري زياتولو له ټول اقدامات كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په هېواد كښې د سرمايه كارۍ٬چاپیرچل او برآمدات كښې ښه والي په اړه د يوې غونډې مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د هېواد درآمدات زياتولو له پھ پیكج غور وشو۔

د خزانې وزير دې مقصد له جوړه كړې شوې تګلار وستائېله۔ده پھ كاروباري اصلاحات عملدرآمد تندولو له اړوند سركاري ادارو ته سپارښتنه وكړه۔ده ووئيل حكومت سرمايه كارو له هېواد كښې ښه چاپېرچل وركولو له لوظي دې۔ده هيله څرګنده كړه چې د حكومتي اقداماتو په سوب به برآمدات له ښه شي۔پھ غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر٬د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعيل٬د سټېټ بانك ګورنر اشرف محمود وترا٬د خزانې سېكتر او د وزارت اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔(ص ف/ض ض/وس/2159)