د آزاد كشمير پھ تاريخ كښې سپيځلې او منصفانه ټاكنې شوي٬د كشمير اولس بې ځايه نعرې وهونكي رد كړي او د پرمختګ كوونكو ملاتړ ئې كړے

٬د 2013 نه پس چې څومره هم ټاكنې شوي په هغې كښې مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كړې٬د مسلم ليګ(ن)د هڅو په نتيجه كښې ګراني٬لوډشېډنګ او ترهه ګري كمه شوې٬د مسلم ليګ(ن)حكومت به آزاد كشمير كښې د پرمختګ او څوكالۍ مشن روان ساتي۔د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي د آزاد كشمير پھ تاريخ كښې سپيځلې او منصفانه ټاكنې شوي دي ٬د كشمير اولس بې ځايه نعرې وهونكي رد كړي او د پرمختګ كوونكو ملاتړ ئې كړے٬د 2013 نه پس چې څومره هم ټاكنې شوي په هغې كښې مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كړې٬د مسلم ليګ(ن)د هڅو په نتيجه كښې ګراني٬لوډشېډنګ او ترهه ګري كمه شوې٬د مسلم ليګ(ن)حكومت به آزاد كشمير كښې د پرمختګ او څوكالۍ مشن روان ساتي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل پھ 21 جولائي د آزاد كشمير پھ تاريخ كښې سپيځلې ټاكنې شوي۔ده ووئيل لاهور چرته چې د اتهه كلونو راهسې د مسلم ليګ(ن)حكومت دے هلته د آزاد كشمير ټول ټاكنو په مهال مسلم ليګ(ن)كاميابي نه ده ترلاسه كړی كومه چې د سپيځلو ټاكنو ښكاره مثال دے۔ده ووئيل آزاد كشمير ټاكنو سره جمهوريت قوي شوې او دا د كشمير د آزادۍ پلو يو قوي ګام دے۔

ده وئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته خپل خطاب كښې د كشميريانو لپاره غږ پورته كړی وو۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)د هڅو په نتيجه كښې ترهه ګري٬لوډشېډنګ او ګراني كمه شوې او د سي پېك پشان پروژو سره به هېواد كښې معاشي بدلون راشي۔ده ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف چې د پرمختګ كوم غږ پورته كړې وو هغه اوس په نظر راغې او د آئين سرلوړي په ځاې ساتلو سره به د پرمختګ دا مزل روان وي۔(ص ف/ض ض/وس/2136)