د وزيراعظم محمد نواز شريف د برتانيې وزيراعظمې تهريسامے سره په ټېليفون خبرې اترې ٬

وزيراعظم د برتانېي خپلې هم منصبې له د ټولو دوه اړخيزه څانګو په حقله د نزدې اړيكو او هغې سره په ګډه د كار كولو لپاره دمرستې څرګندونه وكړه

د وزيراعظم محمد نواز شريف د برتانيې وزيراعظمې تهريسامے سره په ټېليفون خبرې اترې ٬
وزيراعظم د برتانېي خپلې هم منصبې له د ټولو دوه اړخيزه څانګو په حقله د نزدې اړيكو او هغې سره په ګډه د كار كولو لپاره دمرستې څرګندونه وكړه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) وزيراعظم محمد نواز شريف د برتانيې وزيراعظمې تهريسامے سره په تېلېفون خبرو اترو كښې د ټولو دوه اړخيزه څانګو په حقله د نزدې اړيكو او هغې سره په ګډه د كار كولو لپاره د خپلې مرستې كولو څرګندونه كړې ده ۔د نهې پھ ورځ د برتانيې وزيراعظمې سره ټېليفيوني تماس كښې ده تهريسامے له د برتانيې د وزيراعظمې پھ چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه۔

ده ووئيل د تهريسامے د وزيراعظمې په حېث ټاكنه په هغې د برتانيې د اولس د باور كولو څرګندونه ده۔وزيراعظم د دې عزم څرګندونه وكړه چې د برتانيې وزيراعظمې د قيادت او وژن ترمخه به برتانيه لا قوي شي او هغه به پھ نړيوالو چارو كښې خپل كردار ترسره كړي۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت او اولس د برتانيې سره اړيكو ته د قدر پھ سترګه ګوري۔وزيراعظم ووئيل برتانيه د پاكستان روايتي اتحادي او نزدې ملګرې او ازمائېلې همكار دے۔

تهريسامے د وزيراعظم محمد نواز شريف د جذباتو مننه كولو سره ووئيل پاكستان د برتانيې د باور وړ اتحادي هېواد دے۔هغې وزيراعظم له باور وركړو چې اروپائي ائتلاف نه د برتانيې جدا كېدو نه پس به هم دواړه هېوادونه پھ ګډه كار كوي۔هغې ووئيل د اروپائي ائتلاف نه په جدا كېدو به دوه اړخيزه اړيكې هغسې دوامداره ساتلې شي ۔هغې ووئيل پاكستان او برتانيه به د دوهو شراكتدارو پھ حېث كار كوي۔هغې ووئيل برتانيه امنيتي چارو او جمهوريت قوي كولو له پاكستان سره پھ ګډه كار كولو له لوظي ده۔ تهرېسامے ووئيل زه د برتانيې وزيراعظمې په حېث د پاكستان دورې ته سترګې پھ لار يم۔د دې نه وړاندې هغه هغه وخت پاكستان ته راغلې وو كله چې هغه د برانيې د كورنيو چارو وزيره وه۔(ص ف/ض ض/وس/2136)