سوات ٬ د سلېنډر چاٶدنه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان ژوبل

سوات ٬ د سلېنډر چاٶدنه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان ژوبل

پېښور (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) د سوات مټې تحصيل په آر كوټ سيمه كښې د ګاز سلېنډر چاٶدنې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان ژوبل شوي دي ۔ د ځائي پوليس له مخې د ګاز سلېنډر چاٶدنه په كور دننه د سحر ناري په مهال رامخې ته شوې چې په ترڅ كښې ئې د كور 9 كسان سوځېدلي۔ ژوبل شوي كسان د مټې روغتون ته رسولې شوي۔ په ژوبل شوو كښې دوه ماشومان او درې مېرمنې هم شامل دي۔د روغتون انتظاميې له مخې په ژوبل شوو كښې د دوو مېرمنو حالت اندېښمن دے۔(م ع/ض ض/ګ ل/1742)