په كاناډا كښې د پاكستان سفارت به په پاكستان كښې د سېلګرې د امكاناتو په اړه ټوارزم كنفرنس كوي

په كاناډا كښې د پاكستان سفارت به په پاكستان كښې د سېلګرې د امكاناتو په اړه ټوارزم كنفرنس كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09جنوری2016ء) په كاناډا كښې د پاكستان سفارت به په پاكستان كښې د سېلګرې د امكاناتو په اړه ټوارزم كنفرنس كوي۔ دا خبره په كاناډا كښې د پاكستان سفير طارق عظيم د پاكستان ټوارزم ډوېلپمنټ كارپورېشن منېجنګ ډائرېكټر عبدالغفور سره د ملاقات په مهال وكره۔ په دې لړ كښې د جاري شوې خبرپاڼې له مخې د پاكستان سفير طارق عظيم د پي ټي ډي سي اېم ډي ته په دې كنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔

په دې كنفرنس كښې به كاناډائي ټورز آپرېټرز او اړوند شراكتدار ګډون كوي۔ پاكستاني سفير ووئيل چې سفارت د سېلګرې ودې لپاره هر ډول ممكنه مرستې كولو ته تيار دے۔ د پي ټي ډي سي اېم ډي پاكستاني سفير ته ووئيل چې پاكستان څلور موسمونه لري او دلته د سېلګرې پراخا موقعې موجود دي۔﴿م ع/ م ع1358﴾