د بنظير انكم سپورټ پروګرام د غرېبۍ نوې سروے به تر جنورۍ مياشت اخر څلورو ضلعو كښې ترسره شي۔ماروي مېمن

د بي آئي اېس پي له مخې مالي معاونت ترلاسه كوونكو د مستحقو كورنيو شمېره 5.4 ملينه ته رسېدلې۔د بي آئي اېس پي چيئرپرسن ماروي مېمن راډيو پاكستان څخه نيغ په نيغه پروګرام كښې د بي آئي اېس پي مستحق مېرمنو سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) د بينظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي مېمن وئېلي دي د بي آئي اېس پي له مخې مالي معاونت ترلاسه كوونكو د مستحقو كورنيو شمېره 5.4 ملينه ته رسېدلې ده ۔هغې د جمعې پھ ورځ راډيو پاكستان څخه نيغ په نيغه پروګرام كښې د بي آئي اېس پي مستحق مېرمنو سره خبرې كولې۔دې ووئيل د دې فورم له مخې به هره اونۍ د بي آئي اېس پي مستحقينو سره خبرې كوو دغسې چې د بي آئي اېس پي بېلو ګامونو خبرتيا٬خذمت كولو او د مستحقينو رائے او ګيلو لرې كولو له د جديد منيجمنټ انفارمېشن سسټم(اېم آئي اېس) د لارې پھ موقع حل كړی شي۔

د نيغ په نيغه راډيو كالز پروګرام په مهال سهون شريف٬ ميانوالي٬ باجوړ٬ اجنسي٬ بدين٬ كشمور٬ ليه٬ خيرپور٬ مردان٬ جاتي٬ بنير٬ تورګر٬ سوات٬ روات٬ چكوال٬ مظفرآباد٬ لنډي كوتل٬ كلرسيداں٬ كوئټه او فېصل آباد څخه مستحقو مېرمنو چيئرپرسن بي آئي اېس پي سره ټېليفوني تماس ونيولو۔هغوي د پروګرام مشره د بي ډي سي بې دركه كېدو٬كارډ بلاك كېدو٬وظيفه نه ترلاسه كېدو او پي او اېس ايجنټ كرپشن پھ اړه د مسئلو څخه خبر كړه ٬ځينې ګيلې د اېم آئي اېس د لارې هغه مهال لرې كړی شوې او په كومو مسائلو كښې چې د پلټنو ضرورت وو هغې مسئلو لپاره چيئرپرسن بي آئي اېس پي په سمدستي توګه امر وكړو۔(ض ض/وس /2153)