د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره د بتانيې او د اروپائي ائتلاف پلاوي وليدل

په دوه اړخيزه اړيكو٬ د پاكستان او برتانيې په مرسته او د پارلماني چارو سره د كشمير پشمول د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره د بتانيې او د اروپائي ائتلاف  پلاوي وليدل
په دوه اړخيزه اړيكو٬ د پاكستان او برتانيې په مرسته او د پارلماني چارو سره د كشمير پشمول د منطقې په وضعه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان سره د برتانيې او د اروپائي ائتلاف درې كسيزه پلاوي د جمعې په ورځ ليدلي۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬ د پاكستان او برتانيې ترمېنځه په بېلا بېلو چارو كښې په روانه مرسته ٬ په شريك پارلماني چارو او د كشمير پشمول د منطقې په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔

د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي د برتانيې پھ پارلمان كښې د كشمير او اسلامي نړۍ په اړه پورته كړی شوي نكات د ستائنې وړ دي ٬ سيمه ايز او نړيوال امن په لړ كښې د بې شمېره قربانيو باوجود د ځينو عناصرو لخوا د تاريخي او زمكيز حقائق بيخي بدلولو سره په پاكستان تنقيد كړې۔ نړيواله ټولنه دې د پاكستان دريځ په پراخا زړه واوري او په درست سياق او سباق دې ځان پوهه كړي۔

ده دا خبرې د برتانيې او د اروپائي پارلمان درې كسيزه پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د پاكستان او برتانيې ترمېنځه په بېلا بېلو چارو مرسته٬ په شريكو پارلماني چارو او د كشمير پشمول د منطقې په وضعه خبرې وكړې شوې۔ په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د برتانيې پارلمان كښې د كشمير او اسلامي نړۍ په اړه پورته كړی شوي نكات د ستائنې وړ دي۔

ده ووئيل د سيمه ايز او نړيوال امن په لړ كښې سره د بې شمېره قربانيو د ځينې عناصرو لخوا په پاكستان تنقيد كولې شي۔ ده ووئېل په نړيواله كچه د معلومات لرونكو او د بل چا په اشارو د چلېدونكو سره په دې لسټ كښې هغه هم شامل دي د چا چې خپل لاسونه د مظلومانو په وينه رنګ دي او كوم چې د سيمه ايز امن په لار كښې تر ټولو لوي خنډونه دي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل نړيواله ټولنه دې د پاكستان دريځ په پراخا زړه واوري او په درست سياق او سباق دې ځان پوهه كړي۔

ده ووئيل برتانيه په هغو هېوادونو كښې شامل هېواد دے چرته چې د پاكستان دريځ اورېدلې شي او پوهېږي ۔ د سيمه ايز امن هڅو او د ادارو مضبوطيا له د برتانيې حكومت مرسته د ستائنې وړ ده۔ د برتانيې په پلاوي كښې لارډ نذير احمد٬ لارډ قربان حسېن او د اروپائي پارلمان غړے افضل خان شامل وو۔(ض ض/ګ ل/2153)