برتانيې سره دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره كمېتۍ جوړول او بزنس ټو بزنس كنفرنسونه كول ضروري دي٬

برتانيې لخوا پاكستان له د جي اېس پي پلس جيس آسانۍ وركول پكار دي۔د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د برتانېي پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

برتانيې سره دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره كمېتۍ جوړول او بزنس ټو بزنس كنفرنسونه كول ضروري دي٬ 
برتانيې لخوا پاكستان له د جي اېس پي پلس جيس آسانۍ وركول پكار دي۔د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان د برتانېي پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) د تجارت وفاقي وزير انجينئر خرم دستګير خان برتانيې سره دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره شريكه تجارتي كمېتۍ جوړول او بزنس ټو بزنس كنفرنسونو تجويز كولو سره وئېلي دي د برتانيې لخوا پاكستان له د جي اېس پي پلس آسانۍ وركول پكار دي۔د تجارت وفاقي وزيرانجينئر خرم دستګير خان دا خبره د برتانيې څخه راغلې اعلٰی كچ پلاوي سره غونډه كښې كړی۔

انجينئر خرم دستګير خان ووئيل پاكستان د برتانيې دې كمپنو سره بشپړه مرسته كوي كومې چې د سي پېك پھ بېلو پروژو كښې د سرمايه كولو خوښي لري٬ ده ووئېل د برتاني كمپنو د بولۍ عمل تر رسنې٬معاملات ښكاره اېښودو او د سپيځلتيا په اړه تحفظات لرې كولې شي۔وفاقي وزير د جي اېس پي پلس سټېټس په اړه د برتاني مرسته وستائېله۔ده د برتانيې د اروپائي ائتلاف څخه د وتلو نه وروستو د پاكستاني برآمد كوونكو تحفظات پھ اړه د برتاني پلاوي ته ووئيل چې برتانيې له هم د پاكستان جي پي پلس غوندې آسانۍ وركول پكار دي۔

د برتانې پلاوي مشر د ملاقات په مهال پاكستان كښې د سي پيك بېلو پروژو كښې د برتاني كمپنو سرمايه كارۍ او پاكستان كښې كار كوونكو كمپنو له د آسانۍ وركولو په اړه خبرې وكړی او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت ته ودې وركولو لپاره په بېلو تجاويزونو هم غور وكړې شو۔الوك شرما ووئيل د برتانيې تر مارچ 2019 اروپائي ائتلاف سره د پاتې كېدو قامي امكانات شته خو د دې څخه وروستو دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره جي پي پلس پشان انتظامات كولې شي۔

دا مهال د پاكستان او برتانيې ترمينځه دوه اړخيزه تجارتي حجم 1550.85 ملين يورو دے او جنورۍ نه تر ستمبر 2016 په مهال برآمدات 1006.94 ملين يورو او درآمدات 543.91 ملين يورو پاتې شوې۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او برتانيې ترمينځه دوه اړخيزه تجارت زياتولو لپاره بزنس ټو بزنس كنفرنسونه كول پكار دي۔او دوه اړخيزه تجارتي انتظاماتو په اړه شريكه تجارتي كمېټي جوړول پكار دي۔)م ع/ض ض/وس/1825)