په لواري ټاپ په پنځو ورځو كښې 8 فټه واوره ورېدلې

په لواري ټاپ په پنځو ورځو كښې 8 فټه واوره ورېدلې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06جنوری2016ء) په لواري ټاپ په پنځو ورځو كښې 8 فټه واوره ورېدلې او له امله ئې د ټرانسپورټ نظام وېجاړ شوے۔ د شخصي ټي وي چېنل له مخې چترال سره په نزدې سيمو كښې د باران او واورې ورېدو لړې روانه ده٬ په يرغون٬ پرخوندش٬ شاه سليم او او اوير كښې په زياتره سيمو 4 فټه واوره ورېدلې او د زياتره سيمو زمكي رابطه قطع شوې۔ د باران او واورې ورېدو نه پس ساړه هم زيات شوے۔ له بلې خوا په لواري ټنل 8 فټه واوره پرته ده او له امله ئې د ټرافيك نظام په وېجاړ شوے۔ چارواكو د سېلګرو په راتګ څلور ورځې وړاندې بندېز لګولې دے۔ ﴿م ع/ م ع 1314﴾