پاکستان ته د جي اېس پي پلس درجه په ترلاسه كېدو اروپائي ائتلاف ته برآمدات 33فيصده زيات شوي٬

د برتانيې د اروپائي ائتلاف نه په وتلو به دوه كاله لګي ٬د پاكستان درآمد كوٶنكې دې مطمئن اوسي۔د خرج دستګير ايوان ته ځواب

پاکستان ته د جي اېس پي پلس درجه په ترلاسه كېدو اروپائي ائتلاف ته برآمدات 33فيصده زيات شوي٬
 د برتانيې د اروپائي ائتلاف نه په وتلو به دوه كاله لګي ٬د پاكستان درآمد كوٶنكې دې مطمئن اوسي۔د خرج دستګير ايوان ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د تجارت وفاقي وزیر خرم دستګیر وئيلي دي پاکستان ته د جي اېس پي پلس درجه په ترلاسه كېدو اروپائي ائتلاف ته برآمدات 33 فيصده زيات شوې٬ د برتانيې د اروپائي ائتلاف نه په وتلو به دوه كاله لګي د پاكستان درآمد كوٶنكې دې مطمئن اوسي ۔د نهې په ورځ سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو میا عتیق شېخ' عثمان کاکړ ' احمد حسن او د اعظم سواتي د پوښتنو په ځواب كښې ده ووئيل د برتانيې اروپائي ائتلاف څخه جلا كېدو له رېفرنډم شوې خو په دې لړ كښې حتمي اعلاميه نه د جاري شوې ٬برتانيه د اروپائي ائتلاف نه په وتلو به دوه كاله اخلي ٬ په دې لړ كښې برتانيه كښې د جي اېس پي پلس په لړ كښې به پاكستان ته هېڅ مسئله نه وي ۔

ده ووئيل پاکستان ته د كال 2023 تر پائې د جي اېس پي پلس درجې آساني به ترلاسه وي دا درجه ترلاسه كېدو نه پس اروپائي ائتلاف ته د پاكستان درآمدات 33.27 فيصده زيات شوې ٬ ده ووئېل دا د حكومت يوه لويه كارنامه ده ۔ ده ووئيل مونږ له به خپل زرعي څېزونه اروپائي ائتلاف ته لېږل زياتول وي ۔ده ووئيل چين لپاره د پاكستان برآمدات 400 فيصده زيات شوې دي ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)