د اسلام آباد نوې هوائي مېدان به راتلونكي جون كښې فعال شي۔ شېخ آفتاب احمد

د اسلام آباد نوې هوائي مېدان به راتلونكي جون كښې فعال شي۔ شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئيلي دي د اسلام آباد د نوي هوائي مېدان 73 فيصده كار ترسره شوې او تر راتلونكي جون به هوائي مېدان بشپړ فعال شي۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتورانو احمد حسن' سعید الحسن مندوخېل او اشوك کمار د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزیر ايوان ته ووئيل د اسلام آباد د نوي هوائي مېدان 73 فيصده كار ترسره شوې او هيله ده چې د سږ كال تر پائې ټول كار ترسره شي او د دې نه پس به هوائي مېدان فعاله كولو له 6 مياشتې لګي۔ده ووئيل تر راتلونكي كال جون به هوائي مېدان بشپړ فعال شي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2053)