د داخله وزير پھ امر نادرا سره اړوندو ګيلو٬د بلاك شناختي كارډونو او د شناختي كارډ تصديق كولو كمپائن څارنې له پارلمان كښې د موجوده سياسي ګوندونو 17 كسيزه كمېټي جوړه كړه٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي به د كمېټۍ مشر وي۔د داخله وزارت وياند

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د داخله وزير چوهدري نثار علي خان پھ امر د نادرا سره اړوندو ګيلو٬د بلاك شناختي كارډونو او د شناختي كارډ تصديق كولو كمپائن څارنې له د پارلمان موجوده سياسي ګوندونو 17 كسيزه جائزه كمېټي جوړه كړی ده ٬د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي به د كمېټۍ مشر وي۔د وزارت وياند لخوا جاري شوي بيان ترمخه د داخله وزير په سپارښتنه بلاك شناختي كارډونو او نادرا سره د اړوندو اولسي ګيلو حل كولو له د پارلمانې ګوندونو كمېټي جوړه كړی ده ۔

د دوهم سپيكر په مشرۍ كښې د جوړې كړی شوې كمېټۍ نوټيفيكېشن جاري كړی شوې۔دا كمېټۍ به د شناختي كارډونو تصديقي كمپائن هم څارنه كوي۔د كمېټۍ پھ غړو كښې د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي طاهرہ اورنګزېب، شېخ روحیل اصغر، رجب علی بلوچ، میا عبدالمنان، ملك ابرار احمد، ډاکټر عباد اﷲ، خالد حسېن مګسي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالقهار خان، د جے یو آئی (ف) مولانا امیر زمان، د نیشنل ګوند سردار کمال خان بنګلزئۍ، د پاكستان تحريك انصاف ډاكټر عمران خټك ، د پیپلزګوند غلام مصطفٰی شاہ، د اے اېن پي غلام احمد بلور، د فاټا الحاج شاہ جي ګل آپریدۍ، د قامي وطن ګوند آفتاب احمد خان شېرپاؤ، د اېم کیو اېم شېخ صلاح الدین او د جماعت اسلامی صاحبزادہ طارق اﷲ شامل ديشامل دي۔)وا/ض ض/وس/2133)