وفاقي حکومت د نادرا آرډیننس 2000 له مخې د دوهم سپيكر په مشرۍ كښې 18 كسيزه پارلماني كمېټي جوړه كړه

وفاقي حکومت د نادرا آرډیننس 2000 له مخې د دوهم سپيكر په مشرۍ كښې 18 كسيزه پارلماني كمېټي جوړه كړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) وفاقي حکومت د نادرا آرډیننس 2000 د دفعه 47 له مخې ترلاسه اختياراتټ كارولو سره د دوهم سپيكر مرتضٰې جاوېد عباسي په مشرۍ كښې 18 كسيزه پارلماني كمېټي جوړه كړې كومه به چې د بيا تصديق قامي پروګرام 2016 تر مخه د بلاك شوو شناختي كارډونو جاج اخلي ۔ د داخله وزارت لخوا د جاري شوي اعلاميه له مخې د كمېټۍ په غړو كښې د مسلم لیګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړي طاهرہ اورنګزېب، شېخ روحیل اصغر، رجب علی بلوچ، میا عبدالمنان، ملك ابرار احمد، ډاکټر عباد اﷲ، خالد حسېن مګسي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالقهار خان، د جے یو آئی (ف) مولانا امیر زمان، د نیشنل ګوند سردار کمال خان بنګلزئۍ، د پاكستان تحريك انصاف ډاكټر عمران خټك ، د پیپلزګوند غلام مصطفٰی شاہ، د اے اېن پي غلام احمد بلور، د فاټا الحاج شاہ جي ګل آپریدۍ، د قامي وطن ګوند آفتاب احمد خان شېرپاؤ، د اېم کیو اېم شېخ صلاح الدین او د جماعت اسلامی صاحبزادہ طارق اﷲ شامل دي۔

كمېټي به د نادرا بيا تصديق پروګرام او د بلاك شوو شناختي كارډونو په معامله د ګيلو جاج اخلي۔)وا/ض ض/ګ ل/2133)