پاك چين اقتصادي راهداري د هېواد د پرمختګ ٬ سوكالۍ او روښانه سباؤن زېرے دے۔

سي پېك سره تړلې د رېلوے پروژو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ چين كښې د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه كښې د ټولو صوبو اعلی وزيرانو يوه خبره كړې۔ په اېم اېل ون چين سره لاس ليك كول پاتې دے۔د خنجراب د لارې به حویلو نه تر چين رېلوے پټلۍ غزوے۔ د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق خبري كنفرنس

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي پاك چين اقتصادي راهداري د هېواد د پرمختګ ٬ سوكالۍ او روښانه سباؤن زېرے دے۔ سي پېك سره تړلې د رېلوے پروژو ته خاص پاملرنه كولې شي۔ چين كښې د شريكې مرستې كمېټۍ غونډه كښې د ټولو صوبو اعلی وزيرانو يوه خبره كړې۔ په اېم اېل ون چين سره لاس ليك پاتې دے۔د خنجراب د لارې به حویلو څخه تر چين رېلوے پټلۍ غزولې شي ۔

د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير خواجه سعد رفيق د زيارت په ورځ خبري كنفنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل سی پیک كښې د پاكستان رېلوے درې لوي پروژې کراچی سرکلر رېلوے،پېښور ماس ټرانزټ او کوئټه ماس ټرانزټ شامل دي۔ اورنج لائن منصوبه د پنجاب حكومت خپله ده د رېلوے نه۔ ده ووئيل د مراد علي شاه راتللو سره د سندھ حكومت كاركردګي ښه شوې۔ کراچی سرکلر رېلوے به دابیجی ته رسولې شي۔

او په دې منصوبه به وفاقي حكومت سندھ حكومت سره بشپره مرسته كوي۔ ده ووئيل د پېښور ماس ټرانزټ په اړه د اعلی وزير پروېز خټک رویه مثبته وه۔ او زه او پروېز خټک چين څخه يو ځائې راغلې يو۔ وفاقی وزیر ووئيل اولس مونږ ته ووټ خپل منځ كښې شر كولو لپاره نه دې ۔ كله چې د ټاكنو تيارۍ پېل شي بيا به يو بل سره جنګ كوؤ۔ ده ووئېل ماس ټرانزټ منصوبه پېښور څخه تر نوښار ٬ نوښار څخه تر مردان او مردان څخه تر چارسدې به غزولې شي۔ كوئټه ماس ټرانزټ هم سي پېك كښې د شاملولو مونږ خواست كړے۔ دې منصوبې څخه به 30 لكهه وګړي استفاده وكړي۔(وا/ض ض/ګ ل/2020)