وفاقي محتسب د سوئي ګېس ادارې په ضد د 30 زره 8 سوه 4 ګيلو په حقله پرېكړه وكړه

وفاقي محتسب د سوئي ګېس ادارې په ضد د 30 زره 8 سوه 4 ګيلو په حقله پرېكړه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 05جنوری2016ء) وفاقی محتسب محمد سلمان فاروقی د سوئي ګېس ادارې په ضد د 30 زره 8 سوه 4 ګيلو په اړه پرېكړه كړې ده ۔ په سمدستي توګه د ګيلو په لرې كولو صارفينو د خطونو د لارې د وفاقي محتسب مننه كړې ۔ ولې چې د دې پرېكړو په نتيجه كښې صارفينو ته وېړيا او فوري انصاف وركړې شوې۔ وفاقي محتسب كښې تر ټولو زياتې ګېلې د واپډې په ضد راځي۔

د وفاقي محتسب مشر صلاحكار او بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د ګيلو كمشنر حافظ احسان احمد کھو کھر ووئيل د وفاقي محتسب پرېكړو په سوب د لكھونو په شمېر صارفينو له انصاف وركړل شول۔ صارفينو د وفاقي محتسب په نامه خپلو خطونو كښې وئيلي دي مونږ په كلونو د سوئي ګېس كنكشنو څخه محروم پاتې شوي يو ولې د وفاقي محتسب د احكاماتو په نتيجه كښې مونږ ته انصاف په كور وېړيا ترلاسه شوې۔(وا/ض ض/ګ ل/2020)