د سېنېټ چیئرمېن د بکریاں سټي د پرِمختيائي كارونو په اړه تحريك وحنډولو

د سېنېټ چیئرمېن د بکریاں سټي د پرِمختيائي كارونو په اړه تحريك وحنډولو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔25 جولائی۔2016) د سېنېټ چیئرمېن ميا رضا رباني د بکریاں سټي د پرِمختيائي كارونو په اوسنۍ وضعه تحريك نور غور لپاره ځنډولے دے ۔د ګل په ورځ سېنېټ كښې سناتور لېفټېننټ جنرال (ر) صلاح الدین ترمذي د بالا کوټ زلزله ځپليو له د جوړ كړې شوي بكرياں سټي د پرمختيائي كارونو په اوسنۍ وضعه بحث كول غوښتل٬ چيئرمېن ووئيل په دې معامله كمېټي غور كوي او دې لپاره په ايوان كښې بحث مناسب نه دے۔سناتور صلاح الدین ووئيل د كمېټۍ د چيئرمېن په مشاورت مې دا تحريك وړاندې كړې٬ چيف سېكتر او نور چارواكي كمېټۍ سره مرسته نه كوي ٬ غونډو له نه راځي ٬ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل زه به مو وړاندې خبركړے ووم ٬ داسې نشي كېدې چې كميټي ھغوې راوغواړي او رانشي ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/2201)