پاك پوځ د قامي يووالي عكاس دے٬او د سي پېك په خپل وخت بشپړولو له شپه او ورځ هڅې كوي٬

د سباون بلوڅ به نه يوازې د پاكستان بلكې د منطقې پھ قيادت كښې شامل وي٬هغه ورځ لرې نه ده چې د كركې او يرې خپرونكې دا څو كسان به خپل انجام ته ورسي٬د بلوچستان امن لا ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬پاك پوځ په دې لړ كښې د پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو تربيې او د كار استعداد زياتولو له هر ممكنه مرسته كوي٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د بلوچستان ريكروټس پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب

پاك پوځ د قامي يووالي عكاس دے٬او د سي پېك په خپل وخت بشپړولو له شپه او ورځ هڅې كوي٬
د سباون بلوڅ به نه يوازې د پاكستان بلكې د منطقې پھ قيادت كښې شامل وي٬هغه ورځ لرې نه ده چې د كركې او يرې خپرونكې دا څو كسان به خپل انجام ته ورسي٬د بلوچستان امن لا ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬پاك پوځ په دې لړ كښې د پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو تربيې او د كار استعداد زياتولو له هر ممكنه مرسته كوي٬د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د بلوچستان ريكروټس پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب

پینډۍ (پاکستان نیوز پوائنٹ 26دسمبر2016ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي پاك پوځ د قامي يووالي عكاس دے٬او د سي پېك په خپل وخت بشپړولو له شپه او ورځ هڅې كوي٬د سباون بلوڅ به نه يوازې د پاكستان بلكې د منطقې پھ قيادت كښې شامل وي٬هغه ورځ لرې نه ده چې د كركې او يرې خپرونكې دا څو كسان به خپل انجام ته ورسي٬د بلوچستان امن لا ښه كولو ته حكومت پام لرنه كوي٬پاك پوځ په دې لړ كښې د پوليس او نورو قانون نافذ كوونكو ادارو تربيې او د كار استعداد زياتولو له هر ممكنه مرسته كوي۔

ده ګل په ورځ كوئټھ كښې د بلوچستان ريكروټس پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كولو۔د آئي اېس پي آر ترمخه سرلښكر ووئيل نن زه د بلوچستان د ميړني اولس په خوشحالۍ او كاميابۍ كښې شريك يم او دا خبره يوازې رسمي نه ده بلكې د ذمه وارو سنبهالولو نه پس دا زما بلوچستان ته درېم راتګ دے٬ده ووئېل زما تعلق هم د بلوچ ريجمنټ څخه دے او زه خپل ځان ته پوځ كښې په بلوچ وئېلو وياړ لرم۔

ده پاس آؤټ شويو ټولو ريكروټس چې پكښې پوليس او د اېف سي ډلې شامل دي مباركي وركړه۔ده ووئيل د ځوانانو چټك عملي مشق او عزم لرونكي مخونه د اعلٰی تربيتي معيار او صلاحيت ثبوت دے كوم چې د هر ډول چېلنجونو مخ نيوي ٬ د هېواد سلامتيا او صوبه كښې د امن په ځاې ساتلو له به كامياب شي۔سرلښكر ووئيل نن د بلوچستان مېړينې او همت لرونكي ځامن د وطن پھ غږ لېبك وئېلو سره دا عزم لري چې د ضرورت په وخت به د سر د قربانۍ نه هم ډډه ونه كړو۔

ده ووئيل پاك پوځ اېف سي٬رينجرز٬پوليس او نور قانون نافذ كونكي ادارې د ملي يووالي ضامن دي او علامت هم او د دې ترمخه د بلوچستان پھ زرګونو زلمي د افسرانو په توګه٬د عسكرو په توګه پاك پوځ٬اېف سي٬پوليس او په نورو ادارو كښې شامل كړی شوي۔ده ووئيل د بلوچستان ځوانان د هېواد دفاع لپاره د چا نه وروستو نه دي۔يقيني ده چې د بلوچستان هر وګړې د پاكستان وقار او زمونږ وياړ دے۔

ده ووئيل بلوچستان د پاكستان يوه لويه او ډېره مهمه صوبه ده٬لويې څښتن دې له بې شمېره آسانۍ او بلوچ اولس له لويې صلاحيتونه وركړي او په راتلونكې كښې به دا وسائل ستاسو پرمختګ له نوې لارې پرانځي۔سرلښكر ووئيل پاك پوځ د هېواد نورو ادارو سره په ګډه عمر له دا هڅې كړي چې د خپلو لږو وسائلو څخه يو خوا صوبه كښې تعليمي٬معاشرتي او معاشي پرمختګ له خپل مثبت كردار ترسره كړي۔

جنرال باجوه ووئېل مونږ په عمل باور لرو او زمونږ كار ستاسو په وړاندې دې۔ده ووئيل بلوچستان به نه يوازې د امن ځاې بلكې د پرمختګ او څوكالۍ مثال ګرځي۔زه به دا هم اووائيم چې زمونږ كوم خلق چې په ناپوهۍ كښې د دښمن د سازش ښكار دي٬زمونږ دروازې د هغوي لپاره عمري بېرته پرتې دي۔زمونږ دښمني يوازې د پاكستان دښمنانو سره ده د كوم بل چا سره نه۔(ض ض/وس/1827)