په المان كښې نړيوال نندارتون هيم ټېكسټل كښې به د پاكستان 218 كمپنې ګډون كوي

په المان كښې نړيوال نندارتون هيم ټېكسټل كښې به د پاكستان 218 كمپنې ګډون كوي

اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي﴾ د المان په نړيوال نندارتون هيم ټېكسټل كښې به د پاكستان 218 كمپنې ګډون كوي۔ په دې كښې به 55 كمپنې د پاكستان ټرېډ ډويلپمنټ اتھارټۍ ﴿ ټي ډي اے پي﴾ د پلېټ فارم نه برخه اخلي۔ د آل پاكستان ټېكسټائل ملز اېسوسي اېشن له مخې په المان كښې كېدونكې تجارتي نندارتون د نړۍ لوي نندارتون دے په كوم كښې چې هر كال د اروپا٬ شمالي امريكا او د مېنځني ختيز پشمول د سوئيلي امريكې هېوادونو تجارتي پلاوي ګډون كوي۔ دا نندارتون به راتلونكې كال د جنورې د 10مې نېټې نه تر 13مه نېټې كېږي او پكښې به د نړۍ څخه د 69 نه زيات هېوادونه ګډون كوي۔﴿م ع/ م ع/ګ ل/1405﴾