د پاکستان سباٶن روښانه دے٬ سي پېك له مخې د منصوبو بشپړېدو سره به پاكستان منطقه كښې د يو نوې طاقت په حېث رامخې ته شي٬

سي پېك څخه نه يوازې پاكستان بلكې ټوله منطقه او دې سره سره د مېنځنۍ آسيا رياستونه به هم مستفيد شي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د قطر د انرژۍ او صنعت وزير ډاكټر محمد بن صالح السدہ سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې د پاکستان سباٶن روښانه دے٬ سي پېك له مخې د منصوبو بشپړېدو سره به پاكستان منطقه كښې د يو نوې طاقت په حېث رامخې ته شي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د قطر د انرژۍ او صنعت وزير ډاکټر محمد بن صالح السدہ سره ملاقات كښې كړې ده ۔د ملاقات په مهال د پټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي او پاکستان كښې د قطر سفیر سقربن مبارك المنصوري هم موجود وو۔

اولس مشر ووئيل سي پېك څخه نه يوازې پاكستان بلكې ټوله منطقه او دې سره سره د مېنځنۍ آسيا رياستونه به هم مستفيد شي ۔ ده ووئيل د حكومت د غوره پاليسو په سوب د پاكستان اقتصادي او معاشي حالت ښه شوې چې ستائنه ئې نړيوالې ادارې هم كوي ۔اولس مشر ووئيل پاکستان په لويه كچه هنر مند افرادي قوت لري كوم څخه قطر د فيفا ورلډ كپ 2022 په لړ كښې ګټه پورته كولې شي ۔

ده ووئيل قطر څخه د اېل اېن جي درآمد څخه به پاكستان كښې د انرژۍ په بحران قابو موندلو له مرسته ترلاسه شي۔ده ووئيل په كال 2018 كښې بشپړېدونكو پروژو ته ټول پام ګرځولې شوې۔ده ووئيل د لوړې كچې تږ راتږ سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا مستحكمې شي۔په دې موقع د قطر وزير ډاکټر محمد بن صالح السدہ ووئيل پاكستان يو مهم هېواد دے او قطر غواړي چې په سياسي كچه دوه اړه خيزه اړيكې لا وده وكړي۔ده په قطر كښې د مېشته پاكستانيانو د قطر په پرمختګ او سوكالۍ كښې د كردار ستائنه وكړه۔ اولس مشر د قطر قيادت له د نېكو هيلو پېغام هم وركړو او هيله ئې څرګنده كړه چې د قطر امير به ډېر زر پاكستان ته په دوره راشي ۔)وا/ض ض/ګ ل/2125)