د انتخابي اصلاحاتو كمېټې په انتخابي عمل كښې په مداخله په سزا كښې د اضافې كولو تجويز وركړو

د انتخابي اصلاحاتو كمېټې په انتخابي عمل كښې په مداخله په سزا كښې د اضافې كولو تجويز وركړو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د انتخابي اصلاحاتو كمېټې په انتخابي عمل كښې په مداخله په سزا كښې د اضافې كولو تجويز وركړو۔ د ذريغو له مخې د پولنګ سټېشنو په احاطه كښې د انتخابي كمپائن نه پس د رايو وركوونكو په راغب كولو٬ د وسلې په نمائش او د رائې تقدس تر پښو لاندې كولو پشمول په انتخابي عمل اثر انداز كېدونكو اقداماتو د كانديد په ضد د وړاندې نه پھ موجودو سزاګانو كښې د اضافې تجويز وركړې شوې۔

د دې نه وړاندې په داسې اقداماتو د رائې وركوونكو په ضد د زر روپې جرمانې يا د شپږ مياشتې قېد سزا مقرر وه خو اوس انتخابي كمېټې د انتخابي قانون 2017م په مسوده كښې تجويز وركړے چې په داسې اقداماتو دې د كانديد په ضد سزا زياتولو سره درې كاله قېد يا يو لك روپې جرمانه يا دواړه سزاګانې مقرر كړې شي۔ (م ع/ګ ل/2002)