سېنېټ كښې د آواران زلزله ځپليو سيمو بحالۍ له د صوبائي حكومت د هڅو ګړنډۍ كولو قرارداد منظور شو۔

سېنېټ كښې د آواران زلزله ځپليو سيمو بحالۍ له د صوبائي حكومت د هڅو ګړنډۍ كولو قرارداد منظور شو۔

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19دسمبر2016ء) سېنېټ يو قرارداد په يوه خله منظور كړې دې كوم كښې چی سپارښتنه شوې چې حكومت دې د بلوچستان زلزله ځپليو بحالۍ له د بلوچستان صوبائي حكومت هڅې لا ګړندۍ كړي۔ د ګل په ورځ د سېنټ غونډې په مهال سناتورې كلثوم پروين دا قرارداد وړاندې كړو د كوم چې حكومت مخالفت ونكړو۔ سناتورې كلثوم پروين ووئيل آواران كښې هر يو كور ځپلې شوې۔ ولې د دې بيا رغونې كار 2 فيصده هم نه دې شوې ۔ ملك رياض د ځپليو د مرستې وعده كړې وه هغه هم پورا نه كړه۔ د دې سيمې اولس د هرې اسانۍ نه محروم دے او مجبورا ً دوئي په كالعدم تنظيمونو كښې شاملېږي۔ دې ووئېل له دې كبله د دوئي بيا بحالۍ ته بايد پاملرنه وكړې شي۔ سېنټ دا قرارداد په اتفاق منظور كړو۔ (وا/وا/ض ض/2031)