د قامي اسمبلۍ غونډه دوه ساعته وروستو پېل شو

د قامي اسمبلۍ غونډه دوه ساعته وروستو پېل شو

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) د پاکستان تحریك انصاف او حکومتي غړو ترمېنځه د روغې جوړې نه پس د قامي اسمبلۍ غونډه دوه ساعته وروستو پېل شوې۔ د قامي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ ووئيل تېره ورځ هم شاه محمود قرېشي خبرې كول غوښتل وخت ډېر وشو بايد د پوښتنو دمه دې معطل كولو سره ھغه ته د خبرو موقع وركړې شي ۔د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفیق ووئيل مونږ تل د مخالفې ډلې د مشر احترام كړې٬ د مخالفې ډلې خبرې بندول نه زمونږ پرون مقصد و او نه نن دے۔ د مخالفې ډلې د خبرو نه پس خبره كول زمونږ بنيادي حق دے۔ حكومت د پوښتنو په معطل كېدو هېڅ اعتراض نه لري۔