اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 14دسمبر2016ء) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي په اولني ځل د پاكستان د پولو انتظام له تګلاره مرتب كولې شي٬په راتلونكو څو كلونو كښې به په پولو د تګ راتګ لپاره ٬د نشه اي توكو او قاچاق مخ نيوې او مانيټرنګ له غوره بلسي جوړه كړې شي ۔ هارټ آف اېشيا كنفرنس د افغانستان په حقله رابللې شوې ؤ ځكه پكښې پاكستان ګډون وكړو۔
د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د نګهت پروين مير پوښتنې په ځواب كښې سرتاج عزيز ووئيل په كال 15-2014 كښې بهرنيو هېوادونو كښې د پاكستاني مشنز شمېره كمه كړی شوې او 35 فيصده خرڅونه كم كړې شوي ولې اوس د ملازمانو شمېره او د دوي پخواني خرڅونه بحال شوي۔د روان كال پھ مهال د ملازمانو شمېره 453 ده۔د عائشه سيد د ضمني پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په اولني ځل د پولو انتظام له پالېسي جوړېږي۔
دستاويزات سره په پوله تګ راتګ كېږي۔ده ووئيل د پولې انتظامات بشپړېدو څخه وروستو به كراس بارډر موومنټ لا كم شي۔د جمشيد دستي د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې حالاتو كښې هند ته تلل ضروري ؤ ۔دا كنفرنس د افغانستان په معامله رابللې شوې ؤ او ما له هند كښې بشپړ پروټوكول راكړې شوې٬ خبري كنفرنس كښې د پاكستانو خبريالانو په اړه ځينې تحفظات وو۔ده ووئيل هند سارك كنفرنس سبوتاش كړو ولې هارټ آف اېشيا كنفرنس كښې ګډون ډېر مهم ؤ۔