كراچې (پاکستان نیوز پوائنٹ 10دسمبر2016ء) د آزاد كشمير وزيراعظم راجه محمد فاروق حېدر خان وئيلي دي چې هند په كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي٬ نړۍ دې د هندي ظلمونو په ضد زمونږ ملګرتيا وكړي۔ ده دا خبرې د خالي په ور ځ په كراچې كښې د قائد په مزار د حاضرې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې وكړې۔ د آزاد كشمير وزيراعظم د قائد په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔
ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل۔ د دې څخه وړاندې د آزاد كشمير وزيراعظم تود هركلې وكړې شو۔ په دې موقع د آزاد كشمير وزيراعظم ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح﴿رح﴾ كشمير د پاكستان شاه رګ ګرځولې و او نن هند په كشمير كښې د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي۔ ده ووئيل چې 8 لكه هندي عسكر زمونږ كشميري وروڼه د بصارت نه محروم كوي۔ ده ووئيل چې د نړۍ قومونو ته خواست كوم چې د هندي ظلمونو په ضد دې زمونږ ملګرتيا وكړي۔