حکومت د سماجي تحفظ څانګې ته خاص پام لرنه كوي٬ د خوراك په لحاظ پاكستان كښې د غربت شرح د 60 فيصده څخه كمېدو سره 29 فيصده ته راغلي ٬

مورګن سټېنلے پاكستان يو ښه معيشت ګرځولې٬ پاكستان كښې د تېرو 3 كالو په مهال د رېنويو وصولي 60 فيصده زياته شوې ٬ ټېكس وركونكو كښې 25 فيصده اضافه شوې٬ په تېرو 3 كالو كښې د لوډشېډنګ كچه 70 فېصده كمه شوې٬ پاكستان د موسمياتي بدلون اثراتو مخنيوي له هم فعاله كردار ترسره كېږي۔ د سناتور اسحق ډار د فرانس ورځپاڼې سره مركه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 9دسمبر2016ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحق ډار وئيلي دې چې حکومت د سماجي تحفظ څانګې ته خاص پام لرنه كوي٬ د خوراك په لحاظ پاكستان كښې د غربت شرح د 60 فيصده څخه كمېدو سره 29 فيصده ته راغلي۔ د جمعې په ورځ د فرانس ورځپاڼې سره خپله مركه كښې د خزانې وزير ووئيل اوسني حكومت د زرمبادله پانګې 23 اربه ډالرو ته رسولې دي كوم چې د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوړه كچه ده۔

ده ووئيل پاكستان سره د درې اوونيو د درآمدي بل برابر غېر ملكي زرمبادله وه كومه چې د حكومت د ښه پاليسو او كوټلې اقداماتو په سبب اوس د 5 مياشتو د درآمدي بل برابر شوې دي۔د خزانې وزير ووئيل د پاكستان د درې سټاك اېكسچېنونو انضمام نه پس د پاكستان سټاك اېسكېنج جوړ كړې شوې٬ حکومت د سماجي تحفظ څانګې ته خاص پام لرنه كوي٬ د خوراك په لحاظ پاكستان كښې د غربت شرح د 60 فيصده څخه كمېدو سره 29 فيصده ته راغلي٬ مورګن سټېنلے پاكستان يو ښه معيشت ګرځولې ٬ پاكستان كښې د تېرو 3 كالو په مهال د رېنويو وصولي 60 فيصده زياته شوې ٬ ټېكس وركونكو كښې 25 فيصده اضافه شوې٬ په تېرو 3 كالو كښې د لوډشېډنګ كچه 70 فېصده كمه شوې٬ پاكستان د موسمياتي بدلون اثراتو مخنيوي له هم فعاله كردار ترسره كوي۔

ده ووئيل ماحول له مضر ګرېن هاٶس ګاز په اخراج كښې د پاكستان برخه د نشت برابر ده۔ ده ووئيل حكومت اقتصادي استحكام ترلاسه كولو نه پس اوس د ولوړې شرح نمو ترلاسه كولو له كار كوي۔