ممبئي بريد كيس٬ د هندي پوځ په راپور نه جمع كولو د اېف آئي اے ډائرېكټر راوبللې شو

ممبئي بريد كيس٬ د هندي پوځ په راپور نه جمع كولو د اېف آئي اے ډائرېكټر راوبللې شو

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 9دسمبر2016ء) د اسلام آباد د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت ممبئي بريد كيس كښې د هندي پوځ په راپور نه جمع كولو د اېف آئي اے ډائرېكټر رابللې دې۔د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د ممبئي بريد كيس اورېدنه وكړه۔د سماعت په مهال د ملزم سفيان ظفر وكيل استدعا وكړه چې په عدالتي دائره اختيار بحث كولو لپاره دې وخت راكړې شي ۔عدالت ته استدعا كوو چې وخت دې راكړی شي۔عدالت د هندي ګواهانو راپور په نه وړاندې كولو د اسلام آباد زون د اېف آئي اے ډائرېكټر په ذاتي حېثيت رابللو او سماعت تر 14 دسمبر وځنډولو۔