په چترال او خوا شا كښې د 5.6 شدت زلزله

په چترال او خوا شا كښې د 5.6 شدت زلزله

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 8دسمبر2016ء) په چترال او خوا شاه كښې د 5.6 شدت زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې د زيارت په سهار د چترال ښار او خو او شا په سيمو كښې د زلزلې جړقونه محسوس شوي دي۔ د زلزلې اطلاع وركوونكي مركز له مخې په رېكټر سكېل د زلزلې شدت 5.3 ريكارډ كړے شوے۔ د زلزلې مركز د افغانستان او تاجكستان په سرحدي سيمه كښې 60 كلوميټره په زمكه كښې لاندې ښودل شوے۔ په زلزله كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده راغلې۔