په تهر كښې د كوئلې د 175 اربه ټنه په ذخيره تر دوه پېړو هره ورځ يو لك مېګاواټه برېښنا پېدا كېدے شي۔ د سندھ اېنګرو كول مائيننګ كمپنې سي اي او

په تهر كښې د كوئلې د 175 اربه ټنه په ذخيره تر دوه پېړو هره ورځ يو لك مېګاواټه برېښنا پېدا كېدے شي۔ د سندھ اېنګرو كول مائيننګ كمپنې سي اي او

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) د سندھ اېنګرو كول مائيننګ كمپنې سي اي او وئيلي دي چې په تهر كښې د كوئلې د 175 اربه ټنه په ذخيره تر دوه پېړو هره ورځ يو لك مېګاواټه برېښنا پېدا كېدے شي۔ د كمپنې سي اي او شمس الدين شېخ وئيلي دي چې په تهر كښې په 9 زره مربع كلوميټره د كوئيلې پانګې دي كومې چې په بېلا بېلو 13 بلاكونو كښې وېشل شوې دي۔ ده ووئيل چې زمونږ كمپنې ته په تهر كښې بلاك ټو الاټ كړې شوې چرته چې د كوئلې 1.57 اربه ټنه دي او د دې په مرسته تر 50 كلونو 5 زره مېګاواټه برېښنا پېدا كېدے شي۔ده ووئيل چې كمپني به د برېښنا پېدا كولو پروژه په جون كال 2019م كښې ترسره كړي۔