د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات د خپلې چوكۍ ذمه واري پغاړه واخيسته

د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات د خپلې چوكۍ ذمه واري پغاړه واخيسته

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 28نومبر2016ء) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات د ګل په ورځ د خپلې چوكۍ ذمه واري پغاړه واخيسته۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن د كمانډ د بدلېدو رسمي دستوره په جوائنټ سټاف هېډكوراټرز پېنډې كښې وشوه۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال زبېر محمود حيات د ګارډ آف آنر معائنه وكړه۔ په دستوره كښې د دريو واړو وسله والو ځواكونو اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو۔ سرلښكر جنرال راحيل شريف او نومول شوے سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه هم په دستوره كښې موجود وو۔ جنرال زبېر محمود حيات د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې 17م مشر دے۔