هند په لائن آف كنټرول وضعه خرابولو سره د كشمير شخړې نه د نړۍ پام اړول غواړي٬حكومت د هند د اشتعال انګزۍ پھ سفارتي كچه بشپړ ځواب وركوي۔د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك ټي وي چينل سره خبرې

هند په لائن آف كنټرول وضعه خرابولو سره د كشمير شخړې نه د نړۍ پام اړول غواړي٬حكومت د هند د اشتعال انګزۍ پھ سفارتي كچه بشپړ ځواب وركوي۔د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك ټي وي چينل سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25نومبر2016ء) د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي هند په لائن آف كنټرول صورتحال خرابولو سره د كشمير شخړې څخه د نړۍ پام ګرځول غواړي٬حكومت د هند د اشتعال انګزۍ پھ سفارتي كچه بشپړه ځواب وركوي دغسې په عسكري كچه هم هند له ځواب وركړې كېږي٬زمونږ يو ځوان شهيد كېږي نو هلته څلور ځوانان مري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ يو شخصي ټي وي چينل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔

ده ووئيل د هندي اشتعال انګزۍ په حقله پاكستان په ملګرو ملتونو كښې غږ پورته كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سرلښكر جنرال راحيل شريف په وزيراعظم هاؤس كښې د مخه ښې دستوره سياسي نه وه او كه په دغې كښې عمران خان رابللې شوې هم وې څه خبره نه وه خو هغه پارلمان ته نه راځي نو وزيراعظم هاؤس ته به څنګه راشي۔ ده ووئېل سرلښكر جنرال راحيل شريف ته چې څومره هم پېرزوئنې وړاندې كړې شي لږې دي ځكه چې هغه د هېواد او قام لپاره خذمات ترسره كړي كوم به چې تل ياد ساتلې شي۔

وياند ووئيل د پانامه پیپرز په حقله تحريك انصاف وړاندې وئېلي وو چې مونږ زيات ثبوتونه لرو خو چې كله هغوي ته د ثبوت وړاندې كولو ووئيلے شول نو هغوي ووئيل دا زمونږ نه د پاكستان مسلم ليګ(ن)او عدالت معامله ده۔دې سره د هغوي دوه ځايز معيار رامخې ته شوې۔ده ووئيل د پانامه پیپرز معامله پھ سپريم كورټ كښې ده٬شريفه كورنۍ پھ خپل ځان لګېدونكو د ټولو تورونو ځواب عدالت كښې وركوي۔ده ووئيل د كشمير مسئلې په حقله په هند نړيوال فشار زياتېږي هم دغه وجه ده چې هند اشتعال انګيزي كوي۔